ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بوټو زرداري چې امریکا ته په سفر تللی،د خبریالانو په ټول کې ئې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي)پشمول له ترهه ګرو ډلو په چلند کې د طالبانو په بې عملۍ باندې په نیوکو سره،هندوستان د اسلام اباد د حکومت مخالفو ترهه ګرو عناصرو په ملاتړ تورن کړ.له دې مخکې د پاکستان د خارجه وزیر مرستیالې حِنا رباّني کهرهم هندوستان په افغانستان او سیمې کې له تاؤتریخجنو شرائطو څخه په استفادې تورن کړی ؤ.په عین حال کې داسې ښکاري،د بلاؤل بوټو زرداري تورونه،د هند دخارجه وزیر د وروستیو تورونو یو ځواب وي.هندی خارجه وزیر ایس جایشنکر تیره اونۍ په ملګروملتو کې پخپلې یوې وینا کې ، پاکستان د ترهه ګرۍ مرکز بللی او له دغه هیواده ئې غوښتي،هڅه دې وکړي،یو ښه ګاونډی دې ووسي.
د هند او پاکستان لوړپوړي چارواکي په داسې حال کې د یوه بل په ضد تورونه پیل کړی دي چې په ۱۹۴۷کال کې ددواړو هیوادونو له خپلواکۍ وروسته یعني په څه دپاسه اوو لسیزو کې دغه شان تورونه د دواړو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو له خوا په کرَتو مطرح شوي دي.داسې تورونه چې نه یوازې د هند او پاکستان د مشکلاتو په حل کې ئې کومه ګټه نه ده درلودلې،بلکې د دوي ترمینځ ئې د تاؤتریخوالي له زیاتیدا او د واټن له پراخولو سره هم مرسته کړې ده.دهندي چارو یو کارپوه اوتکړه شناندی سروش امیري په دې باب وائي،د یوه بل په ضدد هند اوپاکستان دتورونو مطرح کیدا ددوي د داخلی مشکلاتو تابع دي.وخت په وخت واکمن ګوندونه د مشکلاتو په حل کې ناتوانه دي او هڅه کوي،پر خپلو بې وَسیو د برغولي په کیښودلو سره،دهند او پاکستان عمومي افکار هم منحرف کړي.
یوهغه اړَم او آوزارچې هند او پاکستان تل د یوه بل په ضد ورڅخه استفاده کوي،د ترهه ګرۍموضوع ده.داسې خونړي تاؤتریخوالي،چې ددواړو هیوادونو امنیت ئې په شیشت کې راوستی دی.
شک نشته چې له ترهه ګرۍ سره د مقابلې یوازینۍ لاره د هند او پاکستان جامعې اطلاعاتي او امنیتی ملګرتیاوې دي.البته د دواړو هیوادونو چارواکي په دې باب دتورونو په مطرح کولو سره،نه یوازې د دغه شان ملګرتیا زمینه له مینځه وړي،بلکې د ترهه ګرو ډلو ټپلو د فعالیتونو د زیاتولو لپاره یوه مناسبه فضا هم برابروي.داسې حقیقت،چې نوي ډیلي او اسلام اباد په ښه ډول درک کړی هم دی.البته لکه څنګه چې نه غواړي،د مشکلاتو پر نورو دتپلو په موخې سره دګاونډي په ضد د تور لګولو آوزار او اړم له لاسه ورکړي،هیڅکله هم د مشکلاتو د حل لپاره خبرواترو او ملګرتیا ته حاضر شوي نه دي.همداراز دهندی چارو یو بل لوړپوړی کارپوه علائي هم په دې باب وائي؛
د پاکستان او هندوستان اختلافات له دې اړخه دوام لري چې په هردواړو هیودونو کې داخلی ګوندونو او ډلو ټپلو لپاره یو آوزار او پلمه ده څو ځان لازیات یو ملی پال وبریښوي او ادعا وکړي چې ګاونډی ئې په امنیتی چارو د ګوزار لپاره په کمین کې دی.د هند او پاکستان د پوځي پلانونو سویه په تیره بیا توغندوي سسټمونو د سوئې زیاتیدا په همدې لړ کې ترسره او توجهیږي .
داپه داسې حال کې دي چې د هند او پاکستان ملی امنیت په هماغه اندازه چې دترهه ګرۍ له اړخه له ګواښ سره مخ دی،ددواړو هیوادونو له خوا دتوغندوي سلاکوټونو په وسیله نه ګواښل کیږي.حال داچې نوی ډیلی او اسلام اباد، په کال کې په میلیونونو ډالرې دخپلو توغندوي توانمنیو باندې لګوي چې عملا د دوي دمشکلاتو له حل سره په مرستې کې هیڅ اغیزې نه شیندي، بلکې هند براعظمګی د وسلو د سیالیو د زیاتیدا په لور کاږي. په هرحال هند او پاکستان کې له ترهه ګرۍ وروسته،په دواړو هیوادونو کې بې وځلي او اجتماعي مشکلات،دد وي د ملی امنیت ترټولو لوي ګواښونکي عوامل دي.
پر دې اساس د هند او پاکستان ولسونه تمه لري،ددواړو هیوادونو چارواکي دداخلی واقعیّتونو او دترهه ګرۍ له امله په وړاندې ګواښونو په درک کولو سره د سولې خپل مینځئ خبرې اترې پیل کړي او د ملی امنیت د پياوړتیا او د بې وځلۍ دختمولو د پروګرامونو دبشپړ اجرا لپاره ګامونه پورته کړي،که داسې نه وي،نو پر یوه بل د تورونو لګولو دوام،د هند او پاکستان د پخوانیو چارواکو د ماته خوړلي تجروبې یوازې تکرارول دي،چې د نوي ډیلی او اسلام اباد په اړیکو کې دتاؤتریخوالو ته له لمن وهلو او د اختلافاتو د حل د زمینې د له مینځه وړلو پرته بله نتیجه ئې نه ده درلودلې .